IQNA

د یونسکو پریکړه‌لیک؛ د  الاقصی جومات  په بشپړ ډول له مسلمانانو سره اړه لري

6:41 - October 15, 2025
د خبر لمبر: 3491867
دملګروملتو د مدرکون واوسندونو ادارې  یونسکو لخوا په ۲۰۱۶ کې د مسجدالاقصی په اړه صادر شوی پرېکړه‌لیک، هغه روښانه سندونه  دي چې  له مسلمانانو سره د دغه مقدس ځای   اړوندوالی په څرګنده ثابتوي.

 زمونږخبریال د ایکنا نیوز له قوله راپور راکوي، د  ۲۰۱۶  کال   داکتوبر په ۱۴ ، دملګروملتو  د یونسکو ادارې  د اجراییه پلاوي د پروګرامونو او بهرنیو اړیکو کمېټې هغه پرېکړه‌لیک صادر کړ چې پکې ویل شوي وو، دا اداره  مسجدالاقصی یو مقدس  اسلامي ځاي ګڼي.

دغه  پريکړه‌لیک د یهوديانو او ددغه جومات  تر مینځ د تاریخي اړیکو په اړه هیڅ اشاره نه ده کړې . همدارنګه ئې د صهیونیسټي  افراطي ډلو او د اسرائیلي پوځ لخوا د دغه جومات پر وړاندې بیا بیا بریدونه محکوم کړي دي .

دا پرېکړه‌لیک د الجزایر، مصر، لبنان، مراکش، عمان، قطر او سوډان لخوا د وړاندې شوي وړاندیز په ځواب کې صادر شوی و.

څو اسلامي  اورګانونو او ادارو ددغه   پرېکړه‌لیک  هرکلی وکړ چې تر ټولو مهم ئې د اسلامي ملګرتیاموسیسه، د الازهر څارونکی کمیشن، د عراق د مسلمانو عالمانو ټولنه، د فلسطین حکومت او ډلې وې.

له بلې خوا، اسرائیلي سرچینو ویلي وو چې دا رژیم غواړي د یونسکو پرېکړه‌لیک  بدل  کړي او اسرائیلو  د پرېکړه‌لیک د متن د بدلولو لپاره ډيرې ډیپلوماټیکې هڅې کوي. نورو څېړونکو هم ویلي وو چې دا یو  نړیوال  تصدیق دی چې قدس نیوال شوی ټاټوبی دی  او اسرائیل باید په  دې اړه خبرې وکړي.

مسجدالاقصی د نړۍ تر ټولو لویو مسجدونو څخه یو دی او له هغو درو مسجدونو  دی چې مسلمانان ورته حج کوي، لکه څنګه چې رسول ا... (ص) فرمایلي دي: دا مسجد هم د مسلمانانو لومړی قبله   ده. دا مسجد د فلسطین په قدیم ښار کې موقعیت لري او ټول  انګڼ ئې په بر کې اخلي او هغه نوم دی چې د هر هغه څه لپاره کارول کېږي چې د مسجدالاقصی دیوالونو په  داخل کې، چې د قدس ښار جنوب ختیځې محصورې برخې کې موقعیت لري.

 یهوديان هم دا ځای مقدس ګڼي او د مسجدالاقصی محوطه "د معبد غر" نوموي چې د حضرت سلیمان معبد ته اشاره کوي. ډېری یهودي  ادارې  هڅه کوي چې په دې پلمې  د خپلې عقیدې په اساس معبد جوړ کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4310633   

captcha